Women Day

د یوې درنې غونډې په ترڅ کې د افغانستان اسلامي بانک له خوا د ښځې نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې له یوازیني ښځینه عمومي روغتون( رابعه بلخې ښځینه کمپلکس) سره د یو اندازه طبي وسایلو د مرستې اسناد او ډالۍ د یاد روغتون چارواکو ته وسپارل شول.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزارت یو شمیر چارواکو، د کابل د ولایتي شورا رییس او نورو غړیو، د یاد روغتون رییسې او طبي پرسونل او د افغانستان اسلامي بانک مدیره پلاوي ګډون درلود.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د ادارې رییس سید حبیب اروال، دغه غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان اسلامي بانک دا ډول کړنې وستایلې او له روغتیایي سکتور سره یې ددې بانک له دوامداره همکارۍ مننه وکړه.
همدارنګه د افغانستان د اسلامي بانک مرستیال او سرپرست دکتور شریف الله ابراهیمي، په خپله وینا کې د اسلامي بانکدارۍ په هر اړخیز فعالیت ړنا واچوله او ټېنګار یې وکړ چې د افغانستان اسلامي بانک خپلو هېواد والو ته د کره اسلامي بانکدارۍ د خدمتونو پر وړاندې کولو سربېره د هېواد او دولت له بېلابېلو سکتورونو سره مرستې ته ځان ژمن ګڼي.
ښاغلي ابراهيمي په خپله وینا کې د افغانستان اسلامي بانک د یوه نوي محصول د فعالیت خبر هم ورکړ او څرګنده یې کړه چې یاد بانک سر له اوسه د هغه افغان مېرمنو لپاره چې غواړي سوداګري او کار و بار وکړي، ځانګړی وړاندیزونه لري او د "نساء بانکدارۍ" په نامه ددې بانک نوی محصول به سر له اوسه ښځینه مشتریانو ته وړاندې کوي.
په یاده غونډه کې د کابل ولایت د ولایتي شورا رییس رحیم الله مجاهد، د رابعه بلخې ښځینه روغتون رییسې ډاکترې صدیقه عبدالله ادیب او ځینو نورو ویناوې وکړي او د افغانستان اسلامي بانک له ادارې یې ددې مرستو له امله مننه وکړه.
همدارنګه په یاد محفل کې د افغانستان اسلامي بانک له خوا د یاد روغتون 50 تنو هغه کارکونکو ته چې د روغتون د ادارې له خوا تر نورو غوره کارکونکې ګڼل شوې وي، چمتو شوې ډالۍ او یوه غونچه ګل ورکړل شول چې د یادو کارکونکو له خوا په ډېر مننې سره قبول شول.
وروسته بیا د محفل ګډونوالو ‎په ګډه د رابعه بلخې روغتون، د عملیات دوه خونې چې د افغانستان اسلامي بانک له خوا ډالۍ شوي د جراحۍ چپرکټونه له وسایلو سره پکې ځای پر ځای شوي وو، پرانیستې او یاد وسایل په رسمي بڼه د روغتون ادارې ته وسپارل شول.
همدارنګه د افغانستان د اسلامي بانک د بازار موندنې او سوداګریزې پراختیا مشر محمد سلیم رحیمي د یوې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې دوی د رابعه بلخی روغتون په غوښتنه یاد روغتون ته د څه کم څلور سوه زره افغانیو په ارزښت ځیني طبي وسایل لکه د جراحي عملیاتو میزونه، روغتیایي دستکشونه او د ناروغانو د بستر لپاره روجایي ګانې چمتو کړل چې نن د محفل په ترڅ کې هغوی ته وسپارل شول.
رحیمي په همدې بڼه زیاته کړه چې دوی یاد روغتون ته د اړتیا وړ طبي وسایلو پر سپارلو سر بېره، د روغتون د جراحي واړد، دیوالونه او عملیات خونې په ښکلو او مناسبو ډیزاینونو او ښو پیغامونو و پوښلې تر څو دلته راتلونکي ناروغان، له ښه چاپېریال او ښه نظافت څخه برخمن شي.
محمد سلیم رحیمی زیاته کړه چې دوی دا دوه کاله وکولای شول چې د ښځو نړیواله ورځ په بېله بڼه او متفاوت شکل ولمانځي او ویې ویل چې تېر کال یې هم د همدې ورځې په مناسبت د ملالۍ زېژنتون له روغتون سره دې ته ورته د روغتیایي وسایلو مرسته کړې وه.
د افغانستان د اسلامي بانک د بازار موندنې او سوداګریزې پراختیا مسوول همدارنګه وویل چې دغه بانک د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د متشبثو او سوداګرو مېرمنو لپاره خپل نوی محصول "نساء بانکداري" هم نن رسماً اعلان او پیل کړه.
رحیمي زیاته کړه چې پدې ښځینه خدمتونو کې به د افغانستان اسلامي بانک ښځینه کارمندانې، سوداګرو او متشبثو مېرمنو ته یو لړ ځانګړي بانکي خدمات وړاندې کوي چې د راتلونکې اونۍ له پیل څخه ښځینه سوداګرې او متشبثې مېرمنې کولای شي د افغانستان اسلامي بانک ټولو څانګو ته په مراجعې سره له دغه نویو سهولتونو څخه برخمنې شي

Satisfied with the product features?